روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۴

هیدر بار: د ملګرو ملتونو چارواکي او ډیپلوماتان دې طالبانو ته د «واقعي چارواکو» خطاب نه کوي

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشرې هیدر بار طالبانو ته د ملګرو ملتونو چارواکو او د ځینو هېوادونو د ډیپلوماتانو له لوري د «واقعي چارواکو» پر خطاب نیوکه کړې ده.

هغې دغه دا څرګندونې جمعه د کب پر ۱۸مه په خپله اېکس پاڼه کې کړي او دا یې یوه کوچنۍ؛ خو اړینه مسله بللې ده.

نوموړې لیکلي: «یو کوچنی؛ خو اړین کار چې ډیپلوماتان، مرستندویه کارکوونکي او د ملګرو ملتونو او یوناما چارواکي یې باید ترسره کړي، هغه دا دی چې طالبان واقعي چارواکي ونه ګڼي.»

بار ویلي چې د دې مسلې په رعایت سره بايد د ملګرو ملتونو چارواکي، مرستندويه ادارې او هېوادونه وښيي چې د افغانستان ښځو ترڅنګ ولاړ دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مشره په دې باور ده چې طالبانو ته د واقعي چارواکو خطاب، دا ډله عادي کوي.

دا څرګندونې د مارچ پر اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت مطرح شوې دي.

د ملګرو ملتونو ځینې چارواکي، مرستندویه بنسټونه او د یو شمیر هېوادونو ډیپلوماتان په خپلو اعلامیو کې طالبان د «اوسني چارواکو»، «حقیقي حاکمانو» او ان «افغان چارواکو» په توګه یادوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x