هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۳-۰۵-۱۴۰۴
تاریخ : ۲۳-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۱۱:۳۳

د هند لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کوي.

 

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کوي.

د راپورونو پربنسټ؛ مودي به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون سربېره د امریکا له ولسمشر سره هم وویني.

که څه هم په دې اړه زیات جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو ښايي دواړه مشران د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ د سوداګرۍ او تعرفو په سر خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر هندي توکو د امریکا له لوري د تعرفو له لګولو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې یو څه پېکه شوې دي. د ولسمشر ټرمپ ادارې پر هندي توکو په ټولیزه توګه پنځوس سلنه تعرفې ولګولې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x