ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو پنځوس کلن سړي د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې.
د سیمې یو اوسېدونکی سراج خان وایي، چې دغه کس تېره ورځ دوشنبه، ۱۷ د مرغومي، ناوخته د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې د کمپونو سیمې اړوند «زنګویي» سیمه کې ځان وژلی دی.
د هغه په خبره دغه کس الله داد نومېده چې په اصل د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله یې ځان د بهسود اړوند «کابل» سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
د سرچینې په خبره د یاد کس جسد ځایي خلکو او طالبانو د کامې ولسوالۍ په مربوطاتو له سیند را ویستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه کس اوسمهال په یاده سیمه کې په یو کرایي کور اوسېده او د ورځې لخوا به یې په جلال اباد ښار کې کراچۍ چلوله.
اړوندې لیکنې :
- ننګرهار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې
- په ننګرهار ولایت کې ناموسي وژنه؛ یوه کس خپله اينګور وژلې
- په ننګرهار کې یو ځوان د «ډنګي» ناروغۍ له کبله ژوند بایلود
- د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي
- د ازبکستان ولسمشر: موږ نه شو کولای افغانستان په خپلو ستونزو کې یوازې پرېږدو
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې