روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۲
: 2

نامعلومې وژنې؛ کندهار کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کندهار کې ځایي سرچینو وايي چې لومړۍ پېښه نن دوشنبه، ۱۹ د وږي، سهار وختي شاوخوا پنځه بجې د کندهار ښار اړوند «زاړه ښار» سیمه کې رامنځته شوې او د «سام الدین» په نوم یو ۲۲ کلن ځوان کس وژل شوی دی.

له کندهار څخه ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکزي ښار او میوند ولسوالۍ کې د دوو تنو جسدونه موندل شوي.

کندهار کې ځایي سرچینو وايي چې لومړۍ پېښه نن دوشنبه، ۱۹ د وږي، سهار وختي شاوخوا پنځه بجې د کندهار ښار اړوند «زاړه ښار» سیمه کې رامنځته شوې او د «سام الدین» په نوم یو ۲۲ کلن ځوان کس وژل شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې دا ځوان د نامعلومو کسانو له لوري د «رسۍ او خفه کولو» په واسطه وژل شوی او وروسته یې مړی د کندهار زاړه ښار اړوند په شپږمې ناحیې سیمه کې غورځول شوی.

همداراز کندهار کې ځایي سرچینو ویلي چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د «محبت الله» په نوم د یوه نهه کلن ورک شوي هلک جسد نن غرمه د میوند ولسوالۍ په «کوهک» سیمه کې موندل شوی.

د محبت الله د کورنۍ غړو ویلي د هیڅ چا سره یې شخصي دښمني نه لرله.

په ورته وخت کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولین دواړې پېښي تاییدوي او وايي چې د سام الدین په نوم کس د شخصي دښمنۍ له کبله وژل شوی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x