روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۳
: 1

ناریشکین: امریکايي او بریټانوي استخباراتي سازمانونه د افغانستان د بې ثباته کېدو لپاره له ترهګرو سره همکاري کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د روسیې د بهرنیو استخباراتو مدیر سرګي ناریشکین یو ځل بیا د امریکا او بریټانیا استخباراتي سازمانونه په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړي دي.د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نوموړي روسي چارواکي جمعه ناوخته د غبرګولي پر ۴مه خبریالانو ته ویلي چې القاعده او داعش د دې دوو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو له خوا رامنځته شوي «کرکه‌لرونکي ترهګریز جوړښتونه» دي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مدیر سرګي ناریشکین یو ځل بیا د امریکا او بریټانیا استخباراتي سازمانونه په اسیا کې له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن کړي دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نوموړي روسي چارواکي جمعه ناوخته د غبرګولي پر ۴مه خبریالانو ته ویلي چې القاعده او داعش د دې دوو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو له خوا رامنځته شوي «کرکه‌لرونکي ترهګریز جوړښتونه» دي.

هغه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ډله‌ییز امنیتي تړون هېوادونو د امنیتي چارواکو د ناستې په څنډه کې د خبرو پرمهال زیاته کړې چې واشنګټن او لندن په افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو د وضعیت د بې ثباته کېدو لپاره له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي.

هغه ټینګار کړی چې یوازې سوریه د دې موضوع ښکاره بېلګه نه ده؛ بلکې افغانستان هم له دغې برخې څخه ترټولو زیات زیان لیدلی دی.

روسي چارواکو په وار وار امریکا او لوېدیځ د ترهګرو ډلو په کارونې سره د اسیايي هېوادونو پر بې ثباته کېدو تورن کړي دي.

تېره ورځ د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې مشر په ګډون د ډله‌ییز امنیت هېوادونو د ترهګرۍ د ګواښ د زیاتوالي په هکله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې ترهګرې ډلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ودې په حال کې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x