روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۶-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۰۰
: 2

ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۵۶ خبریالان نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي چې طالبانو پر هېواد له واکمنېدو وروسته لږ تر لږه ۲۵۶ خبریالان نیولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي چې طالبانو پر هېواد له واکمنېدو وروسته لږ تر لږه ۲۵۶ خبریالان نیولي دي.

یوناما سه‌شنبه د لیندۍ پر ۶مه «په افغانستان کې د رسنیو ازادي» تر عنوان لاندې د رسنیو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د ورځ تر بلې زیاتېدونکو ننګونو په تړاو یو راپور خپور کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي له ځپونکو او «تبعیضي» بندیزونو سره مخامخ دي.

د یوناما په وینا، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۶ پېښې ترسره کړې دي.

په دې تاوتریخوالو کې ۲۵۶ د خپلسري نیولو، ۱۳۰ شکنجې او ۷۵ د ګواښونو او وېرولو پېښې شاملې دي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په حواله راغلي: «موږ له [طالبانو] غواړو چې د خپلو دندو پرمهال د ټولو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خوندیتوب تضمین کړي او د رسنیو په برخه کې د ښځو د دندې ارزښت په بشپړه توګه په رسمیت وپېژني.»

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دغه راپور موندنې د اندیښنې وړ بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له ژمنو سره سم خپل اقدامات وکړي.

ترک زیاته کړې ده: «خبریالان او د رسنیو کارکونکي د بشري او خوندیتوب مسایلو تر څنګ د هغو پېښو په هکله چې د دوی پر ورځني ژوند او په پراخه توګه پر ټوله ټولنه اغیزه کوي، خلکو ته د معلوماتو ورکولو حیاتي دنده ترسره کوي.»

د یوناما مشر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو له برخې تخنیکي او مالي ملاتړ د هېواد د ودې لپاره ګټور بللی دی.

د ملګرو ملتونو د نوموړي چارواکي په وينا، په هېواد کې د رسنيو له برخې سره د نړيوالې ټولنې د تخنيکي او مالي مرستو کمښت دا برخه ډېره زيانمنه کړې ده.

بل خوا طالبانو دا راپور رد کړی او ادعا یې کړې چې نیول شوي کسان په «جرم» تورن دي.

رویټرز، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغې ډلې هېڅ خبریال «په خپلسري توګه» نه دی نیولی.

د دغه راپور پر بنسټ، د رسنیو ښځینه کارکوونکې د مخ پټولو او جلا کار کولو په ګډون د دغې ډلې د قوانینو پر رعایت مکلفې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر خبریالانو او رسنیو شدید بندیزونه لګولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x