د نجونو د زدهکړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې دې پښتنې ګټونکې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دیارلس کاله وروسته د خېبر پښتونخوا ایالت په سوات کې خپل کلي بارکاڼۍ ته ستنه شوې او هلته یې له خپلو خپلوانو سره هم لیدلي دي.
له ملالې یوسفزۍ سره په دې سفر کې د هغې پلار او ښوونکی ضیاالدین یوسفزي هم ملتیا کړې ده او ځايي امنیتي چارواکو یې د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات هم نیولي وو.
ملالې لیکلي:« په ماشومتوب کې مې هره رخصتي د سوات شانګلې کې تېروله. د سېند پر غاړه مې لوبې کولې او خپلې لویې کورنۍ سره مې یو ځای ډوډۍ خوړه».
د نوبل جایزې دغې ګټونکې همدا راز زیاته کړې، چې په دغه سفر کې یې کلونه وروسته خپلوان او د خورلڼو په ګډون د تره زامن هم لیدلي دي.
هغې وویل: « ۱۳ کاله وروسته مې یو ځل بیا خپل کلي کې له خپلوانو او د کاکا له زامنو سره وخندل. دا ځای زما لپاره ډېر ارزښت لري او هیله لرم، چې بیا بیا ورشم».
ملالې یوسفزۍ د دغه سفر پر مهال هیله څرګنده کړې، چې په هېواد کې یې امنیت او ثبات راشي.
د نوبل جایزې دې ګټونکې همدا راز په بنو کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو د «ټيټيپي» وروستی برید هم غندلی دی او قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
په ۲۰۱۲ کال کې «ټيټيپي» پر ملالې یوسفزۍ هغه مهال ډزې وکړې، چې نوموړې له خپلو ټولګيوالو سره له ښوونځي څخه بېرته کور ته روانه وه.
هغه پر سر لګېدلې وه او د سختو ټپونو د درملنې لپاره برېټانیا ته واستول شوه.
هغه مهال په سوات کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونه خورا چټک وو او ملالې به نړۍوالو رسنیو ته مقالې لیکلې، چې پکې د طالبانو د اېډیالوژۍ خلاف به یې د نجونو د زدهکړو ملاتړ کاوه.
نوموړې تر ټپي کېدو وروسته هم د زدهکړو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۴ کال کې یې د سولې نوبل جایزه هم وګټله.
د نوبل جایزې په مراسمو کې پښتون سندرغاړي سردار علي ټکر هغې ته د « ته بيبي شېرینه» سندره هم له موسیقۍ سره زمزمه کړه.
ملالې په وار، وار د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو بندېدل غندلي او په وروستي ځل یې په اسلام اباد کې د «مسلمانو هېوادونو کې د نجونو زدهکړې» تر نامه لاندې په یوه نړۍواله کنفرانس کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د افغان نجونو او ښځو حقونه ورکړي.
هغې وویل، چې طالبان د اسلامي شریعت او د پښتنو کلتور څخه په واټن کې د خپل طبعیت او سختدریځو افکارو له مخې د نجونو د زدهکړو تر څنګ پر ښځو هم سخت بندیزونه لګولي دي.