د افغانستان مقاومت جبهې ادعا کړې چې د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې یې دوه طالبان وژلي دي.
نوموړې ټلوالې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ادعا کړې چې دوشنبه د وږي پر ۵مه شپه مهال یې د کابل قرهباغ ولسوالۍ د ستالف په دوه لارې کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی دی.
د یادې جبهې د ادعا له مخې، په دغه برید کې دوه نور طالبان ټپيان شوې هم دي.
نوموړې جبهې زیاته کړې چې دا قرارګاه په قرهباغ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ پورې اړوند وه.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «په دغه برید کې د جبهې کسانو ته زیان رسېدلی نه دی.»
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
نوموړې جبهې بیګاه شپه هم ادعا کړې وه چې د هرات ښار دیارلسمې امنیتي حوزې پورې اړوند د هاشمي تیلو ټانک سیمه کې یې دوه طالبان وژلي دي.
اړوندې لیکنې :
- ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا وکړه
- طالبان په کابل کې یو پنجشیری ځوان د مقاومت د جبهې د غړیتوب په تور نیولی
- ازادۍ جبهې د کابل پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو مسووليت ومانه
- د ناامنۍ د نوي فصل پیل؛ د طالبانو له سترې ادعا څخه د نړیوال امنیت په برابرولو کې ناکامي
- د طالبانو ادعا: د ترکیې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت خوښي څرګنده کړه
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه