هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۵-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۷-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۲۰:۴۸

لینډسي: په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بریټانیا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، چې اوس د هغو کسانو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

 

د بریټانیا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، چې اوس د هغو کسانو د حساب ورکولو وخت رارسېدلی، چې په افغانستان کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ پر ایکس خپرې کړې، او زیاته کړې یې ده: «نن په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران په تړاو یوه مهمه پېښه وشوه. اوس د حساب ورکولو وخت دی.»

نوموړي د نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو د فعالانو او د ملګرو ملتونو د ځانګړو راپور ورکوونکو هڅې ستایلې، او له هغوی یې مننه کړې.

که څه هم لینډسي د دې «مهمې پېښې» جزیات نه‌دي افشا کړي، خو څارونکي باور لري چې ښايي دا څرګندونې د طالبانو پر ضد د احتمالي نړیوالو قانوني اقداماتو، یا تازه اسنادو له خپرېدو سره تړاو ولري.

له کله راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، پر ښځو بندیزونه، د مخالفینو ځپنه او د بشري حقونو پراخې سرغړونې د نړیوالې ټولنې سخته اندېښنه راپارولې.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی بریتانوی چارواکی په څرګنده د حساب ورکونې غوښتنه کوي، خو طالبان تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x