روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۰
: 2

له زده‌کړو د نجونو راګرځول؛ ستانکزی: هېڅ هېواد له عصري زده‌کړو پرته ځان بسیاینې ته نه شي رسېدلی

په داسې حال کې چې له دوو کالو ډېره موده کېږي له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو او پوهنتونونو راګرځول شوې دي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی ویلي چې هېڅ هېواد له عصري زده‌کړو پرته ځان بسیاینې ته نه شي رسېدلی.

ستانکزي پنجشنبه د کب پر ۳مه له یوې دیني مدرسې د نږدې ۱۰۰ نجونو فراغت غونډې ته په خبرو کې ویلي چې هېڅ ملک بې له علمه پرمختګ نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړې: «زه یو ځل بیا وایم چې د علم دروازې دې نه تړل کېږي او په دې کې دې فرق نه کېږي. موږ هر څه ته اړتیا لرو او موږ په هره برخه کې نارینه او ښځينه ته اړتیا لرو.»

نوموړي په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده.

بلخوا، نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې بیا د بهرنیانو په ناستو کې د افغان مېرمنو پر حضور نیوکه وکړه.

د ستانکزي په خبره، دا ښځې نه شي کولای د افغان مېرمنو استازیتوب وکړي.

له دې وړاندې هم نوموړي ویلي و چې پر نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو له کبله، له دوي سره د خلکو او ځينو هېوادونو د واټن رامنځته کېدو لامل شوی دی.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او همدا راز یې نجونې له پوهنتونونو او لوړو زدکړو هم راګرځولې دي.

د نړۍ هېوادونو بیا په وار وار د طالبانو پر دې پرېکړې نیوکې کړې دي.

د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو طالب چارواکي بیا د دغو بندیزونو د لرې کېدو په تړاو څه نه وايي؛ خو کله کله په ټولییزه توګه وايي چې د دې ستونزې پر هواري کار روان دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x