د قطر دولت ویلي چې د افغانستان د زلزلهځپلو خلکو لپاره یې د بشري مرستو استولو هوايي دهلېز پرانیستی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا هوايي دهلېز د دغه هېواد د امیر، تمیم بن حمد ال ثاني په لارښوونه پرانیستل شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت شنبه، وږي ۱۵مه، پر خپله اېکسپاڼه ولیکل: «د هېواد د امیر شېخ تمیم بن حمد ال ثاني په امر د قطر وسلهوال ځواک، د بهرنیو چارو وزارت او کورني امنیت ځواک په ګډه همکارۍ افغانستان ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو هوايي دهلېز پرانیستل شو.»
د قطر د کورنیو چارو وزیر او کورني امنیت ځواک (لخویا) قوماندان د وږي پر۱۳مه وویل: «د قطر د ژغورنې نړۍوال لټون ډلې افغانستان ته د بشري مرستو رسونې ماموریت پيل کړی دی.
په هغه ویډیو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د وږي پر ۱۵مه نېټه خپره کړې، ویل شوي چې په دې مرستو کې ساحوي روغتونونه، بېړني خواړه او درمل شامل دي.
اړوندې لیکنې :
- د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې
- دجلالآباد بنارد هوايي دګر پاسه د بي پيلوته الوتكو الوتني
- ازادۍ جبهې د کابل پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو مسووليت ومانه
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي
- د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازولۍ له دندې ګوښه شو
- په تاجکستان کې د شانګهای سازمان غونډه د افغانستان د سولې لپاره جوړه شوه











