روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۹

طالب جنګیالیو په بلخ کې يو هټۍوال پر «چړې» وژلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په سمنګان کې د طالبانو د کنډک قومندان مولوي جلال اړوند کسانو په بلخ ولايت کې يو کس د چړې پر ګوزارونو وژلی دى.سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې وژل شوی کس مفتاح نومېده او یک‌شنبه د وري پر ۲۶مه د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې وژل شوی دی.د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، مفتاح د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې هټۍوالي کوله او بلخ ته د «سامانونو» د اخيستلو په موخه تللى و.

سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په سمنګان کې د طالبانو د کنډک قومندان مولوي جلال اړوند کسانو په بلخ ولايت کې يو کس د چړې پر ګوزارونو وژلی دى.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې وژل شوی کس مفتاح نومېده او یک‌شنبه د وري پر ۲۶مه د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، مفتاح د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې هټۍوالي کوله او بلخ ته د «سامانونو» د اخيستلو په موخه تللى و.

ورته مهال، په بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې دا کس د «زنا په نیت» د استوګنې یو کور ته ننوتی و او د دوی له جنګیالیو سره د نښتې په ترڅ وژل شوی دی.

د خبرپانې له مخې، په دې نښته کې یو طالب جنګیالی هم ټپي شوى دى.

ورته مهال، سیمه‌ییزې سرچينې طالبان په دې برخه کې پر «پټ‌کارۍ» تورنوي او وايي چې د مولوي جلال اړوند کسانو دا کس د «شخصي دښمنۍ» له کبله وژلى دى.

د يادونې ده چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دغه ډله په پراخه کچه له بشري حقونو پر سرغړونو تورنه شوې او وخت ناوخت يې خلک صحرايي محاکمه کړي دي.

دغې ډلې د تېرکال په لیندۍ میاشت کې د سمنګان ولایت یو اوسېدونکي د «قمار» په پلمه وواژه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x