هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۵-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۵-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۲۰:۴۶
: 1

جلالي: طالبان د خپلو مخالفو ډلو له بې اتفاقۍ څخه ګټه اخلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، طالبان د خپلو سیاسي مخالفینو د بې اتفاقۍ او کمزورتیا له امله تر اوسه واکمن پاتې شوي دي.نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې ته په غبرګون کې وویل، خلک لا هم طالبان مشروع حکومت نه ګڼي او جلاوطنه مشران خپل باور او اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، طالبان د خپلو سیاسي مخالفینو د بې اتفاقۍ او کمزورتیا له امله تر اوسه واکمن پاتې شوي دي. 

نوموړي د روسیې له‌خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې ته په غبرګون کې وویل، خلک لا هم طالبان مشروع حکومت نه ګڼي او جلاوطنه مشران خپل باور او اعتبار له لاسه ورکړی دی.

جلالي د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړه، چې د طالبانو پر ضد فعالې ډلې د تېر وخت د ناکامیو له امله نه‌شي کولی خلکو ته د بدیل باور ورکړي. 

هغه وویل، قومي او سیمه‌ییز اختلافونه د ملي یووالي خنډ شوي، او دا وضعیت طالبانو ته زمینه برابره کړې چې د مشروعیت له نشتون سره سره په واک کې پاتې شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x