په کندهار کې طالبانو د ترافیکو مدیریت له لوري د موټرسایکلونو د راجسټر او نمبر پلیټونو د ورکولو پروسه پیل شوې ده، چې هر موټرسایکل د ثبت لپاره اووه زره افغانۍ لګښت لري.
ښاریان وایي، په سخت اقتصادي حالت کې د دومره پیسو ورکول د هغوی له وسې بهر دي او هغه موټرسایکلونه چې ثبت شوي نه وي، نیول کیږي او ضبطیږي.
ځینې خلکو ویلي چې د راجستر ټول لګښتونه د مختلفو ادارو له لارې تر اووه زره افغانۍ پورې رسیږي.
د خلکو شکایت دا دی چې طالبان د دې مالیاتو په اړه له مخکې خبر نه دی ورکړی او د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره دې پروسه بیا کتنه وکړي
اړوندې لیکنې :
- د کندهار پوهنتون محصلین: طالبان د غزې لپاره نغدي مرستي په زور ټولوي
- د کابل او اسلاماباد ترمنځ ناندرۍ؛ د کندهار لپاره د طالبانو والي پاکستان ته ځي
- جلالي: طالبان د خپلو مخالفو ډلو له بې اتفاقۍ څخه ګټه اخلي
- ملاله یوسفزۍ: طالبان په افغانستان کې له اسلام څخه ناوړه ګټه اخلي
- د نیمروز اوسیدونکی: غریب په نوم راغلې مرستې طالبان اخلي
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟