د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ د «لېندۍ نهمه»ًد سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د سورلیو دغه موټر د بهارک-فیض اباد پر لاره کوکچې سیند ته غورځېدلی و.
د باختر اژانس په راپور کې ویل شوي، چې دغه موټر د سیمهییزو پولیسو او خلکو په همکارۍ له سینده اېستل شوی؛ خو په کې ناست سپاره کسان تر دې مهاله نادرکه دي.
په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په دغه موټر کې ټول ټال پنځه کسه سپاره و او د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.
افغانستان هغه هېواد دی، چې د ټرافیکي پېښو له امله په کې هر کال زرګونه خلک مړه کېږي؛ تر ډېره خلک د دغو پېښو لامل کندې کپر سړکونه، ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د چلونکو بې احتیاطي یادوي.
څه موده وړاندې د ټرافیک چارواکو سیمهییزو رسنیو ته ویلي و، چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زیات ټپیان شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په خوست او سمنګان کې پنځه کسان د «اخلاقي فساد» په تور په «دُرو» وهلي
- کابل کې په شپږو میاشتو کې دوه زره جنايي قضیې؛ طالبان: تر دوه زرو زیات کسان مو نیولي
- بلخ او بدخشان د پښتنو سیمې نه دي
- په بدخشان کې لاريون او په پنجشېر کې د طالبانو لفظي شخړه
- شمال ختیځد طالبانو په رژیم کې؛ په بغلان کې له بېغورۍ څخه په بدخشان کې تر جبر پورې
- مولانا بلخي او طالبان