هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۱۲

طالبان نن بیا له پاکستاني پوله ساتو سره د تورخم دروازې د پرانیستلو پر سر مذاکرات کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : له دې سره، د ننګرهار د سوداګرۍ خونې اجراییه رییس شاکرالله ساپي هم پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د چهارشنبې په ورځ به په تورخم کې د دواړو هېوادونو کمیساران ناسته وکړي او په ډېر احتمال سره به له ناستې وروسته دا لار د هر ډول تګ و راتګ پروړاندې پرانیستل شي.

د پاکستاني جرګې مشر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې طالبان له پاکستاني پوله ساتو سره د تورخم دروازې د پرانیستلو پر سر نن بیا مذاکرات کوي. سید جواد حسین کاظمي ویلي، چې ښایي دغه لار تر نننیو مذاکراتو وروسته پرانیستل شي.

له دې سره، د ننګرهار د سوداګرۍ خونې اجراییه رییس شاکرالله ساپي هم پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د چهارشنبې په ورځ به په تورخم کې د دواړو هېوادونو کمیساران ناسته وکړي او په ډېر احتمال سره به له ناستې وروسته دا لار د هر ډول تګ و راتګ پروړاندې پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا، افغان لوري د جرګې غړو له قید او شرط پرته د لارې د خلاصون غوښتنه کړې.
دغه لار له ۲۵ ورځو راهیسې تړلې ده او د معلوماتو پربنسټ، طالبانو پرېکړه کړې چې له لانجمنو ودانیو له جوړولو ډډه کوي.

دا مذاکرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او سرحدي ثبات لپاره ډېر مهم بلل کېږي او تمه کېږي، چې له دغو خبرو وروسته به سیمه کې شخړه کمه شي او تجارتي او مسافرېزو چارو ته به بیا اجازه ورکړل شي.

د تورخم دروازه ۲۵ ورځې وړاندې تر هغه وروسته وتړل شوه، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو د پوستې له جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.

که څه هم د تورخم ستونزې د حل په موخه د دواړو خواوو د سوداګرو او قومي مشرانو په ګډون یوه جرګه جوړه شوه، خو له څو ځله مذاکراتو وروسته بې پایلي پای ته ورسېده او دروازه لا هم د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د راپورونو له مخې، د تورخم له لارې هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره کسان تګ و راتګ کوي او د سرحد بندېدو له امله زرګونه باروړونکي موټر د دواړو غاړو په خاوره کې بند پاتې شول، چې دواړو لورو ته یې میلیونونه ډالره تاوان ورسول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x