روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۳۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۳۰

‏طالبان عملاً په څو جبهو کې جنګیږي.

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بیا ځل واکمنۍ وروسته طالبان له لومړنۍ ورځ راهیسې داخلي جګړه پیل کړې ، لومړنۍ جبهه چې د طالبان ترمنځ حاکمیت لري د کندهاري او غیر کندهاري یا هم د غلجي یا دراني جبهه ده. کندهاري طالبان چې درانیان دي، غلجیو ته د واک د انتقال سرسخته مخالفین دي، دا جبهه په لویه کې د کندهاریانو او حقانیانو ترمنځ چې دکندهاریانو جبهه د هیبت الله پر محور راټول هغه افراطیاتي مولایان چې د اسلام څخه ځانګړی تعریف لري او هڅه یې دا ده چې د دوی ډله(کندهاریان) حاکم وي او د دوی په لاسونو جوړ اسلام پر خلکو تطبیق کړي.

 

د بیا ځل واکمنۍ وروسته طالبان له لومړنۍ ورځ راهیسې داخلي جګړه پیل کړې ، لومړنۍ جبهه چې د طالبان ترمنځ حاکمیت لري د کندهاري او غیر کندهاري یا هم د غلجي یا دراني جبهه ده.
کندهاري طالبان چې درانیان دي، غلجیو ته د واک د انتقال سرسخته مخالفین دي، دا جبهه په لویه کې د کندهاریانو او حقانیانو ترمنځ چې دکندهاریانو جبهه د هیبت الله پر محور راټول هغه افراطیاتي مولایان چې د اسلام څخه ځانګړی تعریف لري او هڅه یې دا ده چې د دوی ډله(کندهاریان) حاکم وي او د دوی په لاسونو جوړ اسلام پر خلکو تطبیق کړي.
په مقابل کې یې د حقانیانو ډله ده چې ځینې د (کابل طالبان) بلي، دوی هغه څوک دي چې د خلیفه سراج حقاني پر محور راټول دي، ځانونه ماډرن او له نړۍ سره ښه تعامل کوونکي معرفي کوي، ظاهراً ځانونه د کندهاریانو له لوري د شویو افراطي پریکړه مخالف ښیئ، په مجلسونو کې خبره د کندهار او درانیو کوي او پړه هم پر هغوي اچوي، په ټولیزو رسنیو کې کمپاینونه هم کوي، ددې لپاره یې ځانګړي ټیمونه ګمارلي، په پټه د جمهوریت له چارواکو سره مرستې کوي او په غیر مستقیمه توګه د دوی ملاتړ ترلاسه کوي خو د خپل نظام د ساتلو لپاره یې تر اوسه د هیبت الله په یوه پریکړه ښکاره نیوکه نده کړې، د ولس لپاره د انجونو د زده کړو، د عامو خلکو د شکنجې او وژلو، یا هم د نورو پریکړو په تړاو یې هیڅ غږ نه دی پورته کړی.
دویمه جبهه د دوی ترمنځ د موقفونو او عایداتي ځایونو پر سر ده چې خپلو کې یو بل سره په جګړه دي او هر یو هڅه کوي چې عایداتي ځای کې دندې ترلاسه او مالي امکانات پیدا کړي.
وروستۍ جبهه د طالبانو له لوري د جمهوریت له پاتې مامورینو پر وړاندې ده، دا هغه مامورین دي چې له کلونو راهیسې په دندو بوخت دي او د هرې ادارې په اصولو پوه او کادري شخصیتونه دي، د یو شمېر طالبانو له لوري ورته قسم، قسم دسیسې جوړې شوي چې په بدنامۍ سره یې له دندو رخصت کړي او ځانونو ته ځایونه خالي کړي.
دا چې ددې جبهو ترمنځ د جګړو پایله به څه وي وخت به یې ثابت کړي.
نور بیا…..

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x