د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرغومې ۱۵مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا هبتالله په ځانګړې لارښوونه بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د لېږد بهیر پر ګړندي کېدو طالب وزیرانو خبرې کړې دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د یو شمېر نورو وزارتو مرستیالانو په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د افغان کارګرو د لېږد بهیر د اسانتیا لپاره به ګډې هڅې کوي او د پنځه وزارتونو ترمنځ به په ګډه هوکړه لیک وشي.
دا لا نه ده څرګنده چې طالبان به په دغه کار څومره بریالي شي او تر کومه بریده به په دې برخه کې ولسي خلکو ته پام وکړي خو تر دې وړاندې پر دغې ډلې خلکو نیوکې کړې چې په کور دننه ټول کاري چانسونه خپلو جنګي وسله والو ته ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ناسته کې بهرنیو هېوادنو کې د افغان کارګرو پر وضعیت هم خبرې شوي او د هغوی د کارونو د تنظیم او تحلیل تر څنګ ورته د اسانتیاوو پر برابرولو هم بحث شوی دی.
متحده عربي امارات، سعودي عربستان، پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې په ډېر شمېر افغان کارګر په کې په کارونو بوخت دي او له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
افغان کارګر په دغو هېوادونو کې د مېشتیدنې قانوني اسنادو، د کاروباري پراختیا اسانتیاوو او پر وخت د کاري ویزو نه نوي کېدو له ستونزو سره مخ کېږي.
اړوندې لیکنې :
- طالبان ترانه ویوونکو ته پیسې ورکوي چې د ملا هبت الله د فرمانونو په ملاتړ ترانې ولیکي
- ټربیون: افغان طالبانو د زیاتېدونکي فشار له امله د ټيټيپي یو شمېر غړي ونیول
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- متقي د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې افغان سوداګرو ته پر وخت د ویزو ورکولو غوښتنه وکړه
- سرچینې: ملاهبت الله د حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان شوی
- مولانا بلخي او طالبان