د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي، دغه وزارت د ټول هېواد په کچه یو بندي هم نهلري او نه هم محتسبین په خپلسري توګه څوک بندیانوی شي.
خو د هېکرانو ډلې په سندونو کې راغلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې شخصي بندخونه لري.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په دې تړاو د رسنیو راپورونه او ادعاوې بې بنسټه یادې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو پر اېکس پاڼه پد ښاغلي خیبر غږیز پیغام خپور کړی، چې پکې ویل شوي د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ته د زغروال موټر او وسلې د ورکړې ادعا هم ناسمه ده.
نوموړي د کومې رسنۍ د نوم اخیستلو پرته د رسنیو لهخوا محتسبینو ته د زغروال موټر او وسلې د ورکړې ادعا رد کړه او هغه یې له حقیقت لرې یاده کړه.
د ښاغلي خیبر په وینا:« په وروستیو کې یوشمېر مغرضو رسنیو او بهرنیو استخبارتي کړیو یو لړ بې بنسټې ادعاوې خپرې کړې، چې له ډلې یې یوه ادعا دا وه، چې ګواکې هر محتسب ته زغروال ګاډی، وسله، کور او نورې مادي اسانتیاوې ورکول کېږي.»
هغه وایي، په مرکز او ولایاتو کې د دغه وزارت هیڅ یو چاروکی زغروال ګاډی او وسله نلري.
هغه زیاته کړې، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبین د نورو وزارتونو له کارکوونکو هیڅ ډول لوړوالی نلري او په وړیا ډول په پوځي مرکزونو کې د دوی د وړیا درملنې راپورونه هم بې بنسټه دي.
نوموړي له خلکو او رسنیو غوښتنه کړې، چې د ناسمو ادعاوو له خپرولو دې ډډه وکړي
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان اوس د توکو نرخونه هم کنټرولوي
- د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په لوګر کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان نیولي دي
- د طالبانو عامې روغتیا وزارت: له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي
- مولانا بلخي او طالبان
- طالبان عملاً په څو جبهو کې جنګیږي.
- طالبان او د افغانستان د خلکو استثمار