کونړ کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش ډلې دوه غړي وژلي دي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د داعش دا غړي تېره شپه، یکشنبه، ۲۹ د تلې، د ماڼوګي ولسوالۍ په «شوړک» سیمه کې وژلي دي.
سرچینه زیاتوي، په وژل شویو کې د داعش ډلې یو پاکستانی وګړی هم شامل دی، چې په دې ولایت کې یې د طالبانو پر ضد فعالیتونه کول.
د سرچینې په وینا، د داعش دې غړیو څه موده وړاندې د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې د طالب سرتېرو یو رېنجر موټر نښه کړی وو، چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
تر اوسه د دغې پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني جمهوري نظام له پرځېدو وروسته کونړ کې لاهم د داعش ډلې فعالیتونه نه دي درېدلي او وخت ناوخت د طالبانو پر موټریزو کاروانونو، امنیتي پوستو او نظامي مرکزونو بریدونه کوي.
اړوندې لیکنې :
- کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله
- کونړ کې د داعش برید له امله د طالبانو یو غړی مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي
- ننګرهار کې یو کس د طالبانو دوه نظامیان په ډزو وژلي
- طالبانو کونړ او نورستان کې ځوانان په تېر حکومت پسې منفي تبلیغاتو ته اړ کړي
- کونړ کې د یوې کورنۍ د اته غړو مسمومیدل؛ درې تنه مړه او پنځه روغتون ته انتقال شوي
- امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې