روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۵۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۶-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۵۸
: 1

طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري نیولی دی.سرچینو دوشنبه د تلې پر ۱۶مه، منلې چې انصاري دوه ورځې مخکې د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د « پل‌خشک» په سیمه کې له دفتره کور ته د ستنېدو پرمهال نیول شوی دی.د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو په پېل کې د انصاري له نیول کېدو ناخبري ښودلې؛ خو دوه ورځې وروسته يې د خبريال کورنۍ ته ویلي چې هغه له دغې ډلې سره بندي دی.

سرچینې وايي چې طالبانو په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري نیولی دی.

سرچینو دوشنبه د تلې پر ۱۶مه، منلې چې انصاري دوه ورځې مخکې د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د « پل‌خشک» په سیمه کې له دفتره کور ته د ستنېدو پرمهال نیول شوی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو په پېل کې د انصاري له نیول کېدو ناخبري ښودلې؛ خو دوه ورځې وروسته يې د خبريال کورنۍ ته ویلي چې هغه له دغې ډلې سره بندي دی.

د یاد خبریال د نیول کېدو لامل نه دی څرګند.

پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو او خبریالانو ځپونکي محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم ګڼ شمېر خبریالان او د رسنیو فعالان د بېلابېلو تورونو په پلمه نیولي او بندیان کړي دي.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د طالبانو استخباراتو په غزني کې د خوشحال راډیو مسوول حکمت ارین نیولی و.

تر اوسه د دې خبریال د برخلیک په هکله معلومات نشته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x