هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۳۳
: 3

طالبانو په هلمند کې درې تنه د ملي مقاومت جبهې سره د اړیکو تور نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې درې تنه پخواني نظامیان د «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیولي دي.

 

هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې درې تنه پخواني نظامیان د «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور نیولي دي.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه کسان تېره ورځ دوشنبه، ۸ د سلواغې، په نادعلي ولسوالۍ کې د ځایي طالبانو لخوا نیول شوي دي.

سرچینه نیول شوي کسان د تېر جمهوري نظام نظامیان بولي، خو په دې تړاو د نورو معلوماتو له ورکول ډډه کوي.

ورته مهال هلمند کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د دغو درې کسانو نیول تاییدوي او وایي، چې له دوی څخه یې وسلې هم ضبط کړي دي.

طالبانو د دغو کسانو د نیول کیدو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په تخار ولایت کې پنځه کسان د مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیولي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x