روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۵۲
: 2

طالبانو په لغمان کې د تېر نظام دوه سرتیري نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېر جمهوري حکومت د محلي پولیسو دوه سرتیري نیولي دي.

لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېر جمهوري حکومت د محلي پولیسو دوه سرتیري نیولي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د ګل پاچا او ګل نبي په نومونو دغه نظامیان تېره ورځ شنبه، ١٣ د زمري، د طالبانو استخباراتو له لوري په دولت شاه ولسوالۍ کې له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یاد سرتیري د تېر حکومت له نسکوریدو وروسته ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او نږدې یوه اوونۍ مخکې له ایران څخه کور ته راستانه شوي وو، چې طالبانو نیولي او اوس مهال په زندان کې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د پخوانیو پوځیانو نیول زیات شوي او زیاتره یې د ژوند خوندیتوب لپاره ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

که څه هم طالبانو په لومړي سر کې عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو لاهم د تېر حکومت کارکوونکي او خاص ډول نظامیان ځان خوندي نه احساسوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x