هر ګړې د کابل په وخت : 4:31 am
ننې نیټه : 02-10-2025
تاریخ : 02-10-2025
ساعت : 04:31

طالبانو په بغلان کې یو بزګر د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بغلان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د چهارباغ کلي اوسېدونکی پهلوان نجم الدین له مقاومت سره د همکارۍ په تور د خوست ولسوالۍ په مرکز «دوابي بازار» کې نیول شوی دی.

د بغلان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ د چهارباغ کلي اوسېدونکی پهلوان نجم الدین له مقاومت سره د همکارۍ په تور د خوست ولسوالۍ په مرکز «دوابي بازار» کې نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ، د زمري ٣١مه، رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پهلوان نجم‌الدین خپل کور ته څېرمه په چهارباغ کلي کې د اوړو يو ماشين درلود او له جمهوري رياست د ړنګېدو راهيسې د ماشين په کار بوخت دى. خو طالبانو هغه د خوست په بغلان کې د ملي مقاومت د جبهې له قوماندان بريالي سنګين سره د همکارۍ په تور نيولی.

په بغلان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x