روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۵

طالبانو په بامیان ولایت کې درېیو کسانو ته د نامشروع جنسي اړیکو او غلا په تور سزا ورکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو سترې محکمې ویلي دي، چې په باميان ولايت کې یې درېیو کسانو ته د نامشروع جنسي اړیکو او غلا په تور سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي، چې په باميان ولايت کې یې درېیو کسانو ته د نامشروع جنسي اړیکو او غلا په تور سزا ورکړې ده.

د دې ډلې سترې محکمې پنجشنبه د زمري پر ۴مه، په یوې خبرپاڼه بیان کې ویلي، چې د تورنو کسانو له ډلې یو پر څلور کاله بند، یو پر پنځه کاله بند او یو پر شپږ میاشتې بند او ۳۵ دُرو محکوم شوی دی.

طالبانو تر دې وړاندې په اروزګان ولایت کې هم ۱۸ کسانو ته په ورته تورونو سزا ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لخوا په عام محضر کې د ملکي وګړو شکنجه کول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو له سختو نیوکو سره مخ شوي او دغه بهیر یې د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف بللی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x