روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۶

طالبانو له ترکیې غوښتي چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له ترکیې غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه د ترکیې کډوالو ادارې له رییس اتیلا توروس سره په لیدنه کې د نامنظمې کډوالۍ په مدیریت کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

 د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له ترکیې غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره افغانانو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه د ترکیې کډوالو ادارې له رییس اتیلا توروس سره په لیدنه کې د نامنظمې کډوالۍ په مدیریت کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

نوموړي وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د «دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او خصوصي سکټور پر ودې» هم خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د ترکیې کډوالو ادارې رییس په حواله راغلي چې افغان وګړي د نامنظمې کډوالۍ لامله له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په وینا یې، پکار ده چې قانوني کډوالي پراختیا ومومي.

د یادونې ده چې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې زرګونه افغانان له ناقانونه او قاچاقي لارو ترکیې ته تللي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x