روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۴۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۴۲
: 2

طالبانو د نجونو په وړاندې د روغتيايي انسټیټوټونو دروازې هم وتړلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روغتيايي انسټیټوټونو او ښځینه زده کوونکو له منځه سرچینې تاييدوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز امر ورکړی دی.

 

د روغتيايي انسټیټوټونو او ښځینه زده کوونکو له منځه سرچینې تاييدوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز امر ورکړی دی.

د سرچینو په وینا، د طالبانو عامې روغتیا وزارت دا امر د روغتيايي انسټیټوټونو له مسوولینو سره په غونډه کې په شفايي توګه اعلان کړی دی.

د یوه روغتيايي انسټیټوټ مسوول ويلي چې له دوی غوښتل شوي چې تر «بیا خبرتیا» پورې دې ښځینه زده کوونکې رخصت کړي.

په کابل کې د روغتیايي انسټیټونو یوه بل مسوول هم په یوه غږیز پیغام کې له ښځینه زده کوونکو غوښتي چې سبا دې انسټیټوټونو ته نه ورځي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

د انسټیټوټونو د ځنډېدو خبر له نن مازیګر څخه لاس پر لاس کېږي. د طالبانو ویاندویانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

که څه هم په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی و، خو روغتيايي انسټیټوټونه پرانیستي وو.

په دې انسټیټوټونو کې نجونو ته د قابلګۍ او نرسنګ زده کړې ورکول کېدې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x