په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف د زېلنسکي او ټرمپ وروستۍ لفظي شخړې ته په اشارې ویلي، هغه کسان چې د امریکا په ملګرتیا زړه ښه کوي، د زېلېنسکي په څېر به سپک شي.
عبدالسلام ضعیف په دې اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «زېلېنسكي د اروپا او امریکا دګټو لپاره خپل جنت غوندې، غني او پرمختللی هېواد د جنګ په لوخړو کنډ کپر او د هغوی خیرات ته ځان محتاجه کړ، نن یې نتیجه دا شوه، چې دسپینې ماڼۍ څخه حقیر رانده وترټل شو، دغه واقعه هغو کسانو ته چې د امریکا په دوستۍ زړه تړي ښه د عبرت درس دی».
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي تېره ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ترخو خبرو له تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون له لاسلیک کولو پرته له سپینۍ ماڼۍ څخه ووت او برېتانیا ته روان شو.
ټرمپ د نوموړي له تګ وروسته وویل، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، او د سولې خبرو ته اماده نه دی.
زېلېنسکي له دغه لفظي شخړې وروسته پر اېکس ولیکل: «له امریکا څخه، ستاسو د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. له کانګرس او د امریکا له خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په سمه توګه دا کار کوو.»
دا ناسته د ولسمشر په رسمي دفتر کې د ښکاره دوښمنۍ یوه حیرانوونکې ننداره وه.
د ټرمپ د سولې هڅو زېلېنسکي مجبوره کړ، چې یوې موافقې ته ورسېږي چې امریکا د اوکراین له ارزښتناکو منرالونو سره لېوالتیا پیدا کړي او د امریکا د مشر په شرایطو د جګړې لپاره د ډېپلوماټیک حل په لور یې وهڅوي، خو د اوس لپاره دا هڅه هم ناکامه شوه.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستانی طالبانو په خپلمنځي نښته کې څلور کسان وژل شوي
- طالبانو په لغمان کې اته کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي
- طالبانو په پکتیکا کې د ښخو د وېښتو د پېر و پلور په تور دوولس کسان نیولي دي
- ټرمپ حماس ته: که تر شنبې ټول یرغمل شوي کسان خوشې نه شي، د غزې اوربند به پای ته ورسوو
- د طالبانو ادعا: په ادارو کې تجربهلرونکي او اکاډمیک کسان ګومارل کېږي
- د جلال اباد صرافۍ کې د طالبانو د هوایي ډزو له کبله پنځه کسان ټپیان شوي