د طالبانو د پخواني حکومت ډیپلوماټ وايي، هغه ډلې او اشخاص ناکامېږي چې د بل د خوښې لپاره خپلې سیاسي تګلارې جوړوي.
عبدالسلام ضعیف د وري په دوهمه په خپله اېکس پاڼه کې زیاته کړې، خو هغه څوک به بریالي پاته کیږي چې د خپلو خلکو د خوښې او سوکالۍ لپاره وزرې غوړوي.
د ښاغلي ضغیف دغه څرګندونې په داسې حال کې لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې به د کال په دغه ورځ میلینونه نجونې د زدکړو لپاره ښوونځي ته تللې.
نوموړي په کنایه ډول لیکلي، چې د پردو ملاتړ د هغوی تر ګټو تړلی دی او د خپلو ملاتړ د ټولو تر ګټو تړلی دی.
عبدالسلام ضعیف که څه هم په ښکاره څوک نه دي مخاطب کړي خو وايي:«د خپلو خلکو د سوکالښ لپاره تګلاري جوړې کړئ او په چوټر کې یې خولې تویې کړئ.»
ښاغلي ضعیف تر دې وړاندې هم په ورته ټوېټونو کې د طالبانو د مشر او د دې ډلې د حکومت پر پالیسو په تېره د نجونو او ښځو د کار او زدکړو له امله نیوکه کړې ده.
د نوموړي له څرګندونو سره همهاله د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق اندېښنه ښودلې، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ محرومې شوې دي.
که څه هم طالبانو په وار وار ویلي، چې د نجونو د زدکړو لپاره تګلاره جوړوي خو د نږدې څلورو کلونو په تېریدو سره لا هم له شپږم ټولګی پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړي.
اړوندې لیکنې :
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده
- طالبان په فراه کې د ښځو لپاره د بشري مرستو او پروژو مخنیوی کوي
- ریچارډ بېنټ: د طالبانو د مسیر بدلولو لپاره باید یوه لار ومومو
- لغمان کې د یو هلک د ترلاسه کولو لپاره ۲ طالب وسلهوال په خپلمنځي نښته کې ټپیان شوي
- سرچینې: ملاهبت الله د حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان شوی