د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره سابرینا اوګولیني وايي چې بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه به د نوموړې اصلي ماموریت وي.
د افغانستان لپاره د ايټالیا سفارت شنبه د لړم پر ۵مه د اېکسپاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې د کابل لپاره د دغه هېواد د نوې سفيرې په توګه د مېرمن اوګوليني د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپل ماموریت مخته یوسي.
اوګولیني زیاته کړې ده: «ویاړم چې په دوحه کې په مسوولانه ډول د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیرې په توګه دنده په خپله غاړه اخلم. له افغانانو سره د ایټالیا د بشردوستانه ژمنې پر بنسټ، بشري حقونه او د ښځو او نجونو وضعیت به زما د ماموریت اصلي موخه وي.»
له اوګولیني مخکې ناتالیا کوینتاویل دا ماموریت مخته وړلو.
ورته مهال، اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیرې د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.
نوموړې استازولۍ د اېکسپاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې اوګولیني ته د بریا هیله کړې ده.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او د افغانستان اړوندې چارې له دوحې څخه مخته وړي.
اړوندې لیکنې :
- د بشري حقونو نړۍواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی
- د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ٧٥ کلیزه او له بشري حقونو د طالبانو په سرغړونو نیوکې
- په افغانستان کې د داعش د پراخېدو اصلي عامل
- کرن ډیکر: د طالبانو دوو تحریم شویو چارواکو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی
- یوناما: طالبان به د ښځو حقونو له رعایت پرته په نړیواله ټولنه کې ځای ونه لري
- د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي