هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۰۵-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۹-۰۵-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۱۰
: 1

زېلېنسکي: له اوکراین پرته هر ډول پرېکړه به د سولې پر ضد وي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې هغه د ټرمپ او پوتین تر منځ پلان شوې غونډه غندي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې هغه د ټرمپ او پوتین تر منځ پلان شوې غونډه غندي.

زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې له اوکراین پرته هر ډول خبرې به د سولې پر ضد او بې‌پایلې وي.

زېلېنسکي پر خپل ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتیا د اساسي قانون برخه او د دغې غونډې موضوع نه شي کېدای.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې اوکراين به روسیې ته نه کومه ډالۍ او نه به هم خپله خاوره ورکړي.

د راپورونو له مخې؛ د اوکرايني چارواکو ویلي، ښايي کيف ونه شي کړای چې خپلې له لاسه وتلې سيمې د جګړې له لارې بېرته ونیسي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x