هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۲۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۲۱:۲۸
: 2

د یوناما مشره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په تړاو وینا کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې روزا اوتنبایوا به د دوشنبې په ورځ د غبرګولي ۲مه، د دغه سازمان د امنیت شورا ناستې ته وینا وکړي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې روزا اوتنبایوا به د دوشنبې په ورځ د غبرګولي ۲مه، د دغه سازمان د امنیت شورا ناستې ته وینا وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته د امریکا په نیویارک ښار کې جوړېږي او ټاکل شوې اوتنبایوا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

تر دې دمخه هم نوموړې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ویناوې کړې وې او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یې د بشري حقونو په برخه کې په سرغړونو تورن کړی دی.

همدا راز یاد سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو ډېرېدو په تړاو هم خبرداری ورکړی دی.

طالبانو په وار وار د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو سازمانونو او استازو هغه څرګندونې رد کړې دي، چې ګوندې هېواد له ناورین سره مخ دی.

خو هم‌مهاله یو شمېر افغان سیاست‌وال او د مدني ټولنو فعالان هم نیوکې کوي، چې د ملګرو ملتونو سازمان هغه ډول چې په کار ده د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان اصلي واقعیتونه نړۍ‌والو ته نه وړاندې کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x