روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۱-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۱۹
: 2

د کابل ـ کندهار پر لاره د ټکر خونړیو پېښو ته د کرزی او غنی غبرګونونه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان مخکني ولسمشر اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د سورلۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې.

 

د افغانستان مخکني ولسمشر اشرف غني د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د سورلۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې.

د دې تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او دواړو ولسمشرانو ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا دعاوې کړې.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د لیندۍ ۲۹مه، په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د تېرې شپې د سورلۍ د دوو بسونو او ټانکر او لارۍ موټرو د ټکر په پېښو خواشینې څرګنده کړې او د مړو شویو کسانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی.

په یوه بل ټويټ کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغو پېښو خواشینې ښودلې او تپیانو ته یې د عاجې روغتیا غوښتنه کړې او د مړو شویو افغانو کورنیو سره خپله غمرازي ښکاره کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغې پېښه کې ۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په دوو ټویټونو کې دوه ډوله ارقام خپاره کړي چې د ذبیح الله مجاهد له خپرو شویو شمېرو سره توپیر لري.
لا هم د دغو پېښو د مړو او تپیانو د شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې خپرېږي.
د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د غزني په اړوند سیمه کې د تیرې شپې د موټرو د ټکر پېښو ته په کور دننه یو شمېر نور غبرګونونه هم ښودل شوي.

ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې په دغو پېښو ژوره خواشبني ښودلې او د پېښو ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

په هغو ویډیو ګانو او انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ښکاري چې د لویو لارو د سورلۍ لوی بسونه ویجاړ شوي پراته او په وینو کې لت پت پراته ټپیان زګېروي کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې پر لویو لارو د موټرو د ټکر په پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، تر دې وړاندې هم پر دغسې لارو د موټرو په ټکر کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x