روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۰
: 2

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ناندرۍ؛ د کندهار لپاره د طالبانو والي پاکستان ته ځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخند د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د «ناندریو» ختمېدو په موخه اسلام‌اباد ته سفر کوي.د پاکستان ډان ورځپاڼې د یک‌شنبې ورځ، د مرغومي په ۱۰ مه خبر ورکړی چې ټاکل شوې، ملا شیرین اسلام‌اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان پوځ او بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخند د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د «ناندریو» ختمېدو په موخه اسلام‌اباد ته سفر کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یک‌شنبې ورځ، د مرغومي په ۱۰ مه خبر ورکړی چې ټاکل شوې، ملا شیرین اسلام‌اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان پوځ او بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي.

ملا محمدعلي حنفي چې په ملا شیرین اخند مشهور دی، د طالبانو د مشرتابه له نږدې کسانو څخه دی او تر دې مخکې یې له اسلام‌اباد او ټي‌ټي‌پي سره نږدې اړیکې لرلې.

هغه د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمدعمر د امنیت مسوولیت په غاړه لرلو.

اسلام اباد ته د دغه طالب چارواکي د سفر کره نېته نه ده معلومه، خو ډان ورځپاڼې لیکلي چې نوموړی به د جنورۍ په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

طالبانو پاکستان ته د دغه چارواکي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني پوځ پر ضد د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو له څو وژونکو بریدونو وروسته، د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په ښکاره ډول خړې شوې دي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو ته پټن‌ځایونه ورکړي دي.

له دغو کړکېچونو په دوام کې طالبانو د جمعیت علمای پاکستان له مشر څخه غوښتي و چې کابل ته سفر وکړي څو په پاکستان کې د دې ډلې پر ضد د تبلیغاتو مخه ونیول شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x