د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل راپور کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل بریدونه غندلي او دغه بریدونه یې د غزې د روغتیايي نظام لپاره ویجاړونکي بللي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې دا بریدونه د نړۍوالو قوانینو رعایت په اړه اسراییل تر پوښتنې لاندې راولي.
راپور د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۲مې او د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې بریدونو ته اشاره کوي، چې روغتیايي مرکزونو ته یې د فلسطینیانو لاسرسی سخت اغېزمن کړی دی.
په دغه ۲۳ مخیز راپور کې ویل شوي، چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې پوځي عملیاتو د روغتیا سیستم “له منځه” وړی دی.
په راپور کې راغلي، چې په قصدي ډول پر روغتونونو او د ټپیانو د شتون پر ځایونو بریدونه د جنګي جرمونو په کټګورۍ کې راځي.
د راپور له مخې، په غزه کې د روغتیایي نظام ویجاړول، د ناروغانو، طبی کارکوونکو او نورو ملکیانو وژل له نړۍوالو قوانینو او د بشري حقونو د قوانینو د سرغړونې پایله ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو هم په تېرو څو ورځو کې د غزې پر روغتونونو د اسراییل له خوا په ترسره شویو بریدونو نیوکې کړي دي.