روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۳

د ملي مقاومت جبهه: په هرات کې مو په دوو جلا بریدونو کې درې طالب جنګیالي ووژل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ملی مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په هرات کې د دې جبهې په دوو جلا بریدونو کې درې طالبان وژل شوی دی. د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د هرات ولایت د تولک ولسوالۍ په «کلور» سیمه کې د دغې جبهې د ځواکونو لخوا د غلچکي برید په ترڅ کې یو طالب جنګیالی ووژل شو.

د افغانستان د ملی مقاومت جبهې ادعا کړې، چې په هرات کې د دې جبهې په دوو جلا بریدونو کې درې طالبان وژل شوی دی.

د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د هرات ولایت د تولک ولسوالۍ په «کلور» سیمه کې د دغې جبهې د ځواکونو لخوا د غلچکي برید په ترڅ کې یو طالب جنګیالی ووژل شو.

د خبرپاڼې له مخې، وژل شوی کس د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندان مولوي عبدالرحمن یو ساتونکی و.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لخوا دویم برید هم د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په شپه شاوخوا اته بجې د هرات ښار په ۱۱مه ناحیه کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.

د دغه بريد په پایله کې دوه طالب جنګیالي وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر طالبانو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې بريدونه زيات شوي دي.

دغې جبهې د غويي پر ۲۳مه، د یکشنبې په شپه هم ادعا وکړه چې په کابل ښار کې یې پر طالبانو په دوو جلا بریدونو کې د دغې ډلې درې تنه جنګیالي وژلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x