روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۰
: 2

د مقاومت جبهه: طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو بریدونو لپاره لاره هواره کړې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري وایي، چې د لسګونو زرو بهرنیو ترهګرو جنګیالیو په خوندي کولو سره، طالبانو د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې او د بهرنیو بریدونو لپاره یې لاره هواره کړې ده.

 

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري وایي، چې د لسګونو زرو بهرنیو ترهګرو جنګیالیو په خوندي کولو سره، طالبانو د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړې او د بهرنیو بریدونو لپاره یې لاره هواره کړې ده.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، د دغو شرایطو د رامنځته کېدو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی چې د دغو سرغړونو د رامنځته کېدو اجازه ورکوي.

هغه زیاتوي: «د افغانستان هیڅ وګړی د کوم بهرني هېواد له‌خوا د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه نه مني.»

د هغه د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، د دې لپاره چې د نورو سرغړونو او تاوتریخوالي مخه ونیول شي، د افغانستان په هره برخه کې دې خلک له مقاومت سره یوځای شي او د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د بېرته راوستلو لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x