د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي په کابل کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره خبرېاترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد تکل یکشنبه، د سلواغې پر ۷مه په یو بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې به د دوهاړخیزو مسایلو په اړه خبرې وشي.
نوموړي د دواړو خواوو ترمنځ د خبرواترو په تړاو نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.
له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې عراقچي به له طالبانو سره د دغه سفر پرمهال د «دواړو خواوو اندېښنو او د علاقې وړ مسایلو» په تړاو وغږېږي.
دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د سېدعباس عراقچي لومړنی سفر دی.
په کابل کې د ایران سفارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د چارسمبالي حکومت د ریاست لوزراء د رییس محمد حسن اخوند سره وکتل.
اړوندې لیکنې :
- متقي پاکستان ته؛ دا ځل به مو پر فضايي حریم تېری بې ځوابه پاتې نه شي
- د کابل په شمال کې د پښتونولۍ دوام
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی
- پنټاګون: لا هم د کابل پر هوايي ډګر د برید د عاملانو په لټه یو
- مقاومت جبهې د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې
- په کابل کې د کور په کور پلټنې دوام؛ له طالبانو سره ښځینه پولیس نشته