روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۲
: 2

د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې رییس: زر ښځینه بندیانې لرو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس احمد یوسف مستري وايي، چې د زرو ښځو په ګډون د دې ډلې په زندانونو کې ۱۱ زره تنه بندیان دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس احمد یوسف مستري وايي، چې د زرو ښځو په ګډون د دې ډلې په زندانونو کې ۱۱ زره تنه بندیان دي.

نوموړي نن یکشنبه، ۱۱ د وږي، د یوه خبري کانفرانس پرمهال وویل، چې د زندانیانو ترمنځ شاوخوا ۷۰۰ تنه کم عمره کسان هم شته دي.

مستري زیاته کړه، چې له ۱۰ زره څخه تر ۱۲ زرو تنو پورې په توقیف کې دي او لاهم محکوم شوي نه دي او د محکمې پرېکړې ته منتظر دي.

د طالبانو په زندانونو کې د وهلو-ټکولو او شکنجې په اړه راپورونه ورکول کېږي، خو د طالبانو د زندانونو چارو د ادارې رییس دا راپورونه رد کړل، خو د توقیف او تحقیق پر مهال یې له افرادو سره خشن چلند تایید کړ.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د رییس په وینا، چې د دې ډلې په زندانونو کې شاوخوا ۱۵۰ تنه بهرنیان هم شته دي.

ده همدا راز وویل، چې ملکي امريکايي بندیان ورسره نشته، خو د ده په وینا، ښايي له ځینو ادارو سره په توقیف خانو کې وي.

مستري زیاته کړه، چې په ملکي زندانونو کې ډیری بهرني وګړي له ګاونډیو هیوادونو څخه دي او د فریبکارۍ، جعل کارۍ او تقلب په څېر په بېلابېلو جرمونو کې نيول شوي دي.

د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې رییس وايي، چې له اتو تر نهو زرو افغان وګړي په ګاونډیو او نورو هیوادونو کې بندیان دي.

د ده په وینا، په ایران کې له شپږ زره زندانیانو څخه تېر کال یو زر او ۱۵۸ تنه هیواد ته انتقال شوي او شاوخوا زر تنه په خپله د ایران له لوري خوشي شوي دي.

مستري وویل، چې له ایران سره هوکړه شوې چې افغان زندانیان افغانستان ته راولېږدوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x