د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د دغه وزارت «محتسبینو» په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي.
دغه وزارت نن دوشنبه، ۲۸ د لړم، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت زياته کړې، چې دغه دوه تنه له لومړنيو څيړنو وروسته د طالبانو عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف مامورینو تر دې مخکې هم څو ځله په کابل کې د «اخلاقي فساد» او «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو د نیولو خبر ورکړی و.
له کله نه چې د طالبانو مشر د امربالمعروف قانون توشیح کړی د دغې ډلې د امربالمعروف مامورینو له لوري د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو د خلکو نیول زیات شوي دي.
اړوندې لیکنې :
- ایا ملایان به د طالبانو د "امربالمعروف" قانون سره د ټولنې کنټرول واخلي؟
- طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي
- طالبانو په لغمان کې درې پخواني نظامیان نیولي
- طالبانو په لغمان کې د تېر نظام دوه سرتیري نیولي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی