روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۵

د طالبانو تازه پرېکړه: له دې وروسته به د هرې ادارې یو مامور د امام په توګه وټاکي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو تر واک لاندې د احصايې ملي ادارې په یوه مکتوب کې چې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه خپور شوی له دولتي ادارو غوښتي چې په هره اداره کې یو کارکوونکي ته دې مسوولیت وسپارل شي، چې په اړونده اداره کې د تبلیغ تر څنګ د امامت او اذان مسوولیت په غاړه واخلي.

 

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې ملي ادارې په یوه مکتوب کې چې د لیندۍ په ۲۰مه نېټه خپور شوی له دولتي ادارو غوښتي چې په هره اداره کې یو کارکوونکي ته دې مسوولیت وسپارل شي، چې په اړونده اداره کې د تبلیغ تر څنګ د امامت او اذان مسوولیت په غاړه واخلي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې دغه دولتي‌ کارکوونکی به خپله اصلي دنده هم مخته وړي.

په خپاره شوي مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې دغه چاره ترسره کېږ‌ي او دا مسوولیت باید هرې دولتي اداره کې یوه دیني عالم ته وسپارل شي.

د دې پرېکړې له مخې، ټاکل کېدونکی موذن او امام به د خپلو دیني فعالیتونو راپور د طالبانو د دعوت او ارشاد مرکزي دفتر ته هم ورکوي.

په دې مکتوب کې له وزارتونو، لویو ریاستونو او د ولایتي ادارو تر څنګ له ټولو دولتي ادارو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې یو تن دوی ته په رسمي توګه تر مسوولیت منلو وروسته ور وپېژني.

طالبانو تر دې مخکې په دولتي ادارو کې له کارکونکو د دیني علومو ازموینې اخیستې او د ږیرو اوږدول یې هم پرې جبري کړي دي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x