روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۲
: 2

د طالبانو امر بالمعروف په دایکندي کې له رسنیو سره د ښځو پر کار بندیز لګولی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینې تاييدوي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دایکندي کې د دې ولایت له ځایي رسنیو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

سرچینې تاييدوي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دایکندي کې د دې ولایت له ځایي رسنیو سره د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

یوه سرچینه وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ ځايي رسنۍ کتلې او ويلي يې دې چې ښځې نور په دې رسنیو کې د کار کولو اجازه نه لري.

اوس مهال په دایکندي کې دوې خصوصي راډیوګانې او یو دولتي ټلویزون «ملي» فعالیت کوي.

د سرچینو په وینا، په خصوصي راډیوګانو کې څو ښځې د خپرونو د چلوونکو په توګه کار کوي؛ خو د طالبانو تر امر وروسته کورناستې شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې چې تازه توشیح شوی، د ښځو مخ او غږ «عورت» بلل شوي او باید پټ کړل شي.

دې ډلې تر دې وړاندې هم په رسنیو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو کار پرېيښی دی.

اوس مهال په کابل کې یو شمېر ښځې د انځوریزو رسنیو په شمول له یو شمېر رسنیو سره کار کوي خو د ټلویزون پر پرده مخ پوښي.

اندېښنې شته چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون به دا ښځې هم له کار کولو منع کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x