د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د دې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب د کتنې خبر ورکړی دی.
د دوشنبې په ورځ د غويي پر ۲۴مه، د طالبانو ویاند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه کې له اردوغان سره «په جلا توګه» کتلي او خبرې اترې کړې دي.
مجاهد ادعا کړې چې اردوغان د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پر «امنیت او اوسني وضعیت» خوښي څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې نور محمد ثاقب په دې کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چې طالبان له ترکیې سره «د ښو او پرمختللو» اړیکو غوښتونکي دي، زیاته کړې:« اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان له تاسو تمه لري چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولرئ.»
د ترکيې چارواکو تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
که څه هم انقره د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دې ډلې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو انقرې ته سفر کړی او له ترکي چارواکو سره یې کتلي دي.
اړوندې لیکنې :
- مقاومت جبهې د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې
- د ناامنۍ د نوي فصل پیل؛ د طالبانو له سترې ادعا څخه د نړیوال امنیت په برابرولو کې ناکامي
- د ازبکستان ولسمشر: موږ نه شو کولای افغانستان په خپلو ستونزو کې یوازې پرېږدو
- سرچينې د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو د «ناوړه روغتيايي وضعیت» خبر ورکوي
- طالبان وايي، د ټکسي موټرو رنګ د اوسني رنګ پر ځای اسماني رنګ ته اړوي
- اسماعیل مشعل: د طالبانو لهخوا له ربړونې وروسته مې روحي او جسمي وضعیت نورمال نه دی