روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۴

د دایکندي د اوسیدونکو وژنه؛ رینا امیري د هزاره‌ګانو ساتنې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دایکندي د اوسیدونکو وژنې ته په غبرګون کې د هزاره ګانو ساتنې او هغوی ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې. نوموړې تېره شپه جمعه، ۲۳ د وږي، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د دایکندي د اوسېدونکو وژنه «د هزاره‌ګانو پر وړاندې د ویجاړونکي تاوتریخوالي بېلګه ده.» امیري لیکلي: «زه له افغانانو سره یوځای کېږم او د هزاره ګانو وضعیت ته د لا زیاتې پاملرنې او د لا زیاتې ساتنې او حساب ورکولو غوښتنه کوم.»

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دایکندي د اوسیدونکو وژنې ته په غبرګون کې د هزاره ګانو ساتنې او هغوی ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.

نوموړې تېره شپه جمعه، ۲۳ د وږي، ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د دایکندي د اوسېدونکو وژنه «د هزاره‌ګانو پر وړاندې د ویجاړونکي تاوتریخوالي بېلګه ده.»

امیري لیکلي: «زه له افغانانو سره یوځای کېږم او د هزاره ګانو وضعیت ته د لا زیاتې پاملرنې او د لا زیاتې ساتنې او حساب ورکولو غوښتنه کوم.»

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم د دایکندي د اوسېدونکو ډله‌ییزه وژنه غندلې او د دې برید عاملینو ته یې د ژر تر ژره سزا ورکولو غوښتنه کړې.

د تېرې پنج‌شنبې ورځ ماسپښین مهال موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو د دایکندي د «قریودال» او د غور د «پهلوسنګ» کلیو ترمنځ د دایکندي پر اوسېدونکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان دي.

دغه کسان د کربلا د زيارت کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولايت سرحدي پولې ته تللي وو.

داعش ډلې د یوې اعلامیې له لارې دا برید منلی او ویلي يې دې چې ۱۵ تنه یې وژلي او شپږ نور ژوبل دي.

دا پېښه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوې ده.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ ویلي، دا برید د «نړیوالو جنایاتو» نښې لري او د هغو بریدونو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې چې د داعش خراسان ډله یې پړه پر غاړه اخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x