په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ په دغه ښار کې شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د یو ډلهییز قبر د موندلو خبر ورکړی، چې لږ تر لږه ۱۰۰ جسدونه پکې خښ شوي و.
یادې ښاروالۍ دوشنبه د سلواغې پر ۲۳مه ویلي چې دا ډلهییز قبر په «څلبني» سیمه کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یو بند د کېندنې پر مهال موندل شوی دی.
د دغه بنسټ په وینا، دا کسان له خپلو جامو سره تر خاورو لاندې شوي و چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.
ورته مهال، سرچیني مني چې د لومړنیو څېړنو له مخې دا کسان په مرمیو وژل شوي دي.
د دې کسانو پېژندګلوي او د وژنې نېټه یې په ډاګه نه ده.
له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډلهییز قبرونه موندل شوي و.
اړوندې لیکنې :
- په هلمند کې د یو کس مړی موندل شوی
- په فراه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی
- په کابل پوهنتون کې د نجونو له ګډون پرته حضوري درسونه پیل شول
- په کندهار کې د یو ځوان مړی موندل شوی
- طالبانو په کابل کې د یوه انلاین پوهنتون د زدهکړیالانو چارو مرستیال ونیوه
- د امریکا اریزونا ایالت پوهنتون د افغان نجونو لپاره د زدهکړو انلاین پروګرام پېل کړ