د بښنې نړۍوال سازمان وايي، اسراییل له تېر کال راهیسې د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو نسل وژنه کوي چې باید سمدلاسه ودرول شي.
د بښنې نړۍوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دغه راپور کې شته معلومات «د اسراییل د حکومت او پوځي چارواکو د غیر انساني او نسل وژنې بیانونو او د سټلایټ له انځورونو» اخیستل شوي دي.
د دغه سازمان مشرې اګنیس کالامارد په یوه بیان کې ویلي: «له میاشتو راهیسې اسراییل په غزه کې له فلسطینیانو سره داسې چلند کوي، چې د بشري حقونو او کرامت وړ نه دي او دې کار د فلسطینیانو شتهوالي ته مشروعیت ورکړی دی.»
هغې زیاته کړې، د کره شواهدو پر بنسټ دغه موندنې بايد د نړۍوالې ټولنې د ويښتابه او خبرداري لپاره کافي وي. دا نسل وژنه ده او باید ودرول شي.
د هغې په وینا: «هغه دولتونه چې اسراییل ته وسلې لېږدوي باید پوه شي، چې دوی د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د خپل مکلفیت څخه سرغړونه کوي او په نسل وژنې کې د ښکېلتیا له ګواښ سره مخامخ دي.»
اسراییل تل د نسل وژنې تورونه رد کړي او حماس یې تورن کړی، چې له فلسطینیانو څخه د ډال په توګه کار اخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان مشرې اګنیس کالمارد ویلي: «په دې کې شک نه شته، چې اسراییل پوځي موخې لري؛ خو د پوځي موخو شتهوالی نه شي کولی د نسل وژنې د ارادې احتمال رد کړي.»
هغې وویل، چې د بښنې نړۍوال سازمان په ۳۰۰ مخیز راپور کې د هغو پېښو یادونه هم کړې چې په کې “حماس حضور نه درلود او پوځي هدف هم نه و.”
په راپور کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۳ کال د اپرېل تر ۲۰مې پورې د ۱۵ بریدونو یادونه شوې، چې په کې د ۱۴۱ ماشومانو په ګډون ۳۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او په دغو پېښو کې د بښنې نړۍوال سازمان داسې شواهد نه دي موندلي، چې ګواکې دغه بریدونه د پوځي موخو لپاره شوي وي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې فلسطینیان “د خوارځواکۍ، لوږې او ناروغیو سره مخ شوي او ورو، ورو د مرګ کندې ته ټېل وهل کېږي.”
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۴۵۳۲ کسان وژل شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې دوی به د حماس لهخوا د اکتوبر د ۷مې په برید کې د ترسره شويو جرمونو په اړه هم یو راپور خپور کړي چې په اسراییل کې یې شاوخوا ۱۲ سوه کسان ووژل.