روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۰

د افغانستان خپلواکو رسنیو ته د بريټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه جایزه ورکړل شوه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان خپلواکو رسنیو د بریټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه کلنۍ جایزه ترلاسه کړې ده.د جایزې د ورکړې مراسم جمعه د تلې پر ۶مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شول.

د افغانستان خپلواکو رسنیو د بریټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه کلنۍ جایزه ترلاسه کړې ده.

د جایزې د ورکړې مراسم جمعه د تلې پر ۶مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شول.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي او د بریټانیا د استازو جرګې مرستیال لارډ کولنز اف دا جایزه د هېواد د خپلواکو رسنیو په استازولۍ د آمو ټلوېزیون رئیس لطف‌الله نجفي‌زاده ته ورکړه.

په دې مراسمو کې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یان لیپاوفسکي، د کاسټاریکا د بهرنیو چارو وزیر ارنولډو اندره، د نوبل جایزې ګټونکې ماریا رسا، د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې مشرې جوډي ګینسبرګ او یو شمېر نورو مخکښو او پېژندل شویو څېرو ګډون درلود.

د يادونې ده چې د رسنيو د ازادۍ کلنۍ جايزه له ۲۰۲۰ کال راهیسې هغو کسانو ته چې د بيان له ازادۍ او ډيموکراسۍ څخه دفاع کوي، ورکول کېږي.

تېرکال دا جایزه د مصر انلاین ورځپاڼې «مدامصر» ته ورکړل شوې وه.

دا لومړی ځل دی چې د بریټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه جایزه د افغانستان ازادو رسنیو ته ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو د ملاتړکوونکو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو تېرو درېیو کالو راهیسې رسنۍ او خبریالان شدید ځپلي دي.

څه موده مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې بنسټ اعلان کړی و چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په کور دننه ۱۴۱ خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د طالبانو محکمو ۴۷ خبریالان بندیان کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x