روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۳۰
: 2

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو غوښتنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسلامي همکاریو سازمان د کابل پر دار الامان سړک د دوشنبې د ورځې ځانمرګي برید ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د امنیت او سولې تخریبوونکې ترهګرې ډلې وځپل شي.

د اسلامي همکاریو سازمان د کابل پر دار الامان سړک د دوشنبې د ورځې ځانمرګي برید ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې د امنیت او سولې تخریبوونکې ترهګرې ډلې وځپل شي.

د اسلامي همکاریو د سازمان دارالانشاء نن چهارشنبه، ۱۴ د وږي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

همدا راز، دې سازمان د دې برید د عاملینو د ژر تر ژره مجازات غوښتنه کړې.

د روانې اونۍ دوشنبې د ورځې په مازیګر یوه ځانمرګي بریدګر د کابل د شپږمې حوزې په «قلعه‌ی بختیار» سیمه کې د احکامو او فرامینو د تعقیب ریاست په مقابل کې ځان والوزاوه.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ اعلان کړی چې په دې برید کې د یوې ښځې په شمول شپږ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

ځايي سرچینو د وژل شویو شمېر زیات ښوولی دی. یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي دي چې په دې برید کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

د دې برید قربانیان ډېری هغه کسان وو چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال استخدام شوي وو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې هم کار کاوه.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x