هر ګړې د کابل په وخت : 4:26 pm
ننې نیټه : 04-09-2025
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : 04-09-2025
ساعت : 16:26
: 1

په خوست کې د یوه ناپېژانده ځوان «شکنجه‌شوی» جسد موندل شوی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د خوست سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اسماعېل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه ځوان «شکنجه‌شوی» جسد موندل شوی دی.

 

د خوست سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په اسماعېل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوه ځوان «شکنجه‌شوی» جسد موندل شوی دی.

سرچینو پنج‌شنبه د وږي ۱۲مه، زیاته کړې، چې دغه جسد پنځه ورځې وړاندې کشف او موندل شوی او دمګړۍ د خوست په ملکي روغتون کې دی. د سرچینو په وینا؛ د وژل شوي کس پر بدن د «شکنجې» نښې‌نښانې لیدل کېږي.

سرچینو ویلي، چې تر اوسه د دغه کس کورنۍ او خپلوان نه‌دي موندل شوي او په جېبونو کې یې هم د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نه‌شته.

ځايي طالب مسوولانو هم پېښه منلې او وايي، چې په دې تړاو څېړنې روانې دي. د سرچینو په خبره؛ تر اوسه د دغه کس د وژنې څرنګوالی نه‌دی روښانه شوی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د خوست ولایت په ګډون د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې جنايي او وسله‌والې پېښې ډېرې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x