هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۹-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۵۱
: 1

حمیدي: د افغان مېرمنو احتجاج به د جنسیتي توپیر د لمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پرځېدلي جمهوري نظام لوی څارنوان فرید حمیدي وایي، چې د مارچ د ۸مې، نېټې په څېر به د افغانستان د ښځو احتجاج او فداکارۍ یوه ورځ د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د لمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شي.

د پرځېدلي جمهوري نظام لوی څارنوان فرید حمیدي وایي، چې د مارچ د ۸مې، نېټې په څېر به د افغانستان د ښځو احتجاج او فداکارۍ یوه ورځ د طالبانو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د لمنځه وړلو نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شي.

نوموړي د مارچ ۸مې، د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه کاږلي، له نږدې څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له‌خوا له خپلو ټولو انساني، اسلامي او طبیعي حقونو محرومې شوې دي.

هغه وایي:« طالبانو د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د مساوي انساني کرامت په پام کې نیولو پرته؛ د ښځو انساني کرامت او حیثیت یې نقض کړی او د ښځو پر ضد یې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو بد رژیم د ټولې بشري ټولنې او نړۍوالو بنسټونو په وړاندې پلي کړی دی.»

‏هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې تحمیل شوی جنسيتي توپیر د غیر انساني تبعیض او عصري غلامۍ یوه نوې بڼه ده.

د هغه په وینا؛ په افغانستان کې له شل مېلیونو زیاتې ښځې د افراطي ډلو د راڅرګندېدو له ګواښ سره مخ دي.

له بل پلوه د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو د سېسټماټیک ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

یاد سازمان ویلي، طالبانو نه یوازې دا چې د تبعیضي قوانینو له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ بلکې په سختو ځپونکو تګلارو سره یې ښځې او نجونې له ټولنې اېستلې او هغوی یې یوازې د ماشوم زېږولو او د کور چارو ته محدودې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x